د کابل په ځان وژونکې برید کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کابل امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار په کابل ښار کې د دفاع وزارت مخې ته په ځان وژونکي حمله کې نهه تنه ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

د کابل د امني قومندانۍ مرستیال جنرال داود امین ازادي راډيو ته وویل ؛وژل شوي کسان ټول ملکیان دي او په ټپیانو کې یوازې دوه د ملي اردو عسکرهم شامل دي:

"کومه انتحاري حمله چې د دفاع وزارت دروازې مخې ته وشوه؛ په دې کې لس تنه زخمیان او ۹ تنه شهیدان دي، اکثره خلک یې ملیکان دي او په دوی کې درې تنه د دفاع وزارت پرسونل شامل دي."

طالبانو ددې حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی او د ملي اردو د پنځلسو عسکرو د وژل کیدو ادعا یې کړې.

چارواکو د دوی ادعا رد کړې.