د افغان ملي پولیسو یوه افسره، یوه روسۍ ژورنالیسته او د ډله ییز جنسي تېري قرباني هندۍ پېغله په هغو لسو ښځوکې شاملې دي؛ چې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ۲۰۱۳ کال د زړورو ښځو په توګه ستایلې دي.
د امریکا د ولسمشر مېرمنې میشل اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پرون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دې زړورو ښځو ته د هغو جایزې ورکړې.
دوهم بریدمنه ملالۍ بهادري چې د دریو ماشومانو مور او د افغان ملي پولیسو د مخدروموادو ضد څانګې له لومړنیو ښځېنه غړو څخه ده چې؛ اوس هم د مخدروموادو د قاچاق په مخنیوي کې دنده ترسره کوي او د زړورتیا په خاطر د دې جایزې لپاره نومول شوې ده.
ملالۍ بهادري ته یې جایزه د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وسپارله:
"په افغانستان کې د مخدرو موادو ضد د قانون د تنفیذ او د ټرېنېنګ په برخه کې د زړورتیا او مېړانې لپاره؛ د افغانستان د مخدرموادو ضد ملي پولیسو لومړنۍ ښځينه ساتنمنه ملالۍ بهادري د زړورې ښځې په توګه اعلانوو."
په نورو مېرمنو کې یوه روسۍ ژورنالیسته، د نایجریا د ډیموکراسۍ یوه فعاله، د سوریې د بشري حقونو یوه مدافع او په نوې ډېلي کې په یوه بس کې د ډله ییز جنسي تېري قرباني پېغله چې وروسته یې په یوه روغتون کې سا ورکړه شاملې دي.