د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا سکاټلنډ ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د سکاټلنډ ټیم ته په دوهمه یوورځنۍ لوبه کې په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې د پیل پچه افغانستان وګټله او بېټېنګ د افغانستان په خوښه د سکاټلنډ ټیم پیل کړ. سکاټلنډي لوبغاړو ښه لوبه وکړه او د افغانستان لپاره یې د ۲۶۰ منډو ستونزمن هدف وټاکه. خو افغان لوبغاړي دې هدف ته په ۴۹ اوور کې په داسې حال کې چې پنځه توپونه یې پاتې وو، ورسېدل.

له سکاټلنډ سره د افغانستان بله او وروستۍ کتنه به یوه څلور ورځنۍ لوبه وي؛ چې د مارچ له دولسمې تر پنځلسمې نېټې پورې د شارجې په همدې لوبغالې کې ترسره کېږي.