د ناټو یو ملکي قراردادي پرون د افغانستان په ختیځ کې د دریو تنو وسله والو له خوا چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و؛ په ډزو ووژل شو.
دا د افغان سرتېرو له مینځه پر بهرنیانو د بریدونو وروستی مورد دی. د ناټو یوه ویاند وویل، درې کسان چې د افغان امنیتي ځواکونو جامې یې اغوستې وې، د افغانستان په ختیځ کې د نړیوالو ځواکونو یوې اډې ته ننوتل او دا ملکي بهرنی یې وواژه.
د افغان چارواکو په حواله، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، په راپورونو کې ویل شوي، چې دا پېښه د کاپیساولایت په تګاب ولسوالۍ کې شوې.
په ۲۰۱۲ کال کې څه باندې شپېته بهرني پوځیان د خپل منځي حملو په نتیجه کې ووژل شول؛ چې نتیجه یې د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمینځ د بې اعتمادۍ زیاتېدل و.