د چین په لویدیځې سيمې په نښتو کې یو شمېر کسان وژل شوي دي

راپورونه وایي، د چین په لویدیځې سيمې ژینجینګ کې د ایوغور اقلیت او حان اکثریت اوسیدونکو ترمنځ نښتو کې یو شمېر کسان وژل شوي دي.

د ازادي اسیا راډیو د عیني شاهدانو له خولې وایي، پولیسو د پنجشنبې په ورځ د کورلا ښار د ویدیویي لوبو په یوه نندارتون کې له نښتو وروسته امنیت سخت کړي دي.

راپورونه وایي، د کورلا ښار یوه پولیس منلې، چې په نښتو کې یو شمېر کسان هغه مهال ووژل شول، چې ایوغوریانو په حان چینایانو حمله وکړه.

عیني شاهدان وایي، ایوغور او حانیانو دواړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هانګ کانګ یوې ورځپاڼې د څلورو کسانو د مړینې او اتو تنو د ټپي کېدو راپور ورکړی دی.

د چین خبري رسنیو د دغې پیښې راپور نه دی خپور کړی.