د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي پرون پر لویدیځو هېوادونو انتقاد وکړ، چې د ایران د اټمي لانجې د حل لپاره د تېرې اونۍ په خبرو کې یې د امتیاز ورکول هېڅ راز طرح نه درلوده.
خامنه یي چې خبره یې د ایران په چارو کې ټاکونکې ده، وویل چې لویدیځ له اټومي مسئلې څخه د بندیزونو د لګولو لپاره د یوې پلمې په توګه کار اخلي.
د خامنه یي څرګندونې په الماتا کې له شپږو قدرتونو، متحدوایالاتو، چین، روسیې، برتانیا، فرانسې او جرمني سره له خبرو وروسته د ایران لومړی غبرګون دی.
د ایران مذهبي مشر وویل چې تهران به د خبرو په بله دوره کې د لویدیځ پر نیتونو قضاوت وکړي.
ده وویل، د اټومي پروګرام مسئله د ایران لپاره یو چلېنج دی خو زیاته یې کړه، دا چلېنج زیان نلري او وبه یې نلري.
ایران وايي، چې اټومي پروګرام یې د سوله ییزو اهدافو لپاره دی خو لویدیځ هېوادونه تور پرې لګوي چې د اټومي وسلې د جوړولو هڅه کوي.