د م.م امنیت شورا پر شمالي کوریا نوي، سخت بندیزونه په قاطع اکثریت سره تصویب کړل

د ملګروملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا د دې هېواد د وروستۍ اټومي ازموینې په خاطر نوي، سخت بندیزونه په قاطع اکثریت سره تصویب کړل.

د امنیت شورا د پروني پرېکړه لیک لپاره چې طرح یې پېکېنګ او واشنګټن جوړه کړې وه، د رایو اخیستنه په نړیواله کچه د شمالي کوریا د بالستیک توغندي او اټومي ازموینې د غندنې نښه ده.

د نویو بندیزونو هدف دا دی، چې شمالي کوریا ته د اټومي وسلو د اړتیاوړ موادو د تمویل او ترلاسه کولو شرایط نور هم محدود کړي.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې سوزان رایس وویل، چې نوي بندیزونه به کلک اغېز وکړي او شمالي کوریا به نوره هم حاشیې ته کړي.

د پیونګ یانګ د پروني ګواښ په ځواب کې چې ویې ویل د متحدوایالاتو پرضد به لومړی اټومي برید وکړي مېرمن رایس وویل چې شمالي کوریا له ګواښونو او پارونو څخه هېڅ هم نشي ترلاسه کولای.

د شمالي کوریا نژدې متحد چین ویلي، چې پر بندیزونو بشپړ عمل، د کړکېچ کمېدل او ډيپلوماسۍ ته ستنېدل غواړي.