د څو هېوادونو مشران د ونیزویلا پلازمېنې کاراکاس ته روان شوي

د څو هېوادونو مشران د ونیزویلا پلازمېنې کاراکاس ته روان شوي څو نن د ولسمشرهوګو چاویز د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.

په همدې حال کې زرګونه خلکو تېره ورځ له چاوېز سره د خدای پامانۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.

د چاوېز تابوت چې د وینزویلا په بیرغ کې تاو و، د پوځي اکاډمۍ په ودانۍ کې ایښودل شوی و، او سلګونه زره ویرجنو خلکو درناوی ورته وکړ.

د ارجنتاین ولسمشره کرستینا فرناندز دې کیرچنېر Cristina Fernandez de Kirchner او د بولیویا او یوروګوای ولسمشران ایوو مورالېس Evo Morales او خوزې موجیکا Jose Mujica پرون د چاوېز د تابوت په وړاندې د چوپتیا په شېبه کې په پښو ودرېدل.

د امریکا د بهرنیوچارووزارت ویاندې ویکتوریا نولاند وویل چې یو کوچنی پلاوی به په مراسمو کې د متحدوایالاتو استازیتوب وکړي:

(د جنازې په مراسمو کې به د متحدوایالاتو د هیات په ترکیب کې د امریکا پخوانی استازی ویلیام دېلاهونت William Delahunt، د امریکا محترم استازی ګریګوري میکس Gregory Meeks او په کاراکاس کې د امریکا د سفارت شارژدافېر جېمزدېرهام شامل وي.)

د ایران ولسمشرمحمود احمدي نژاد، د برازیل پخوانی ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا سېلوا Luiz Inacio Lula da Silva او اوسنۍ ولسمشره دېلماروسېف Dilma Rousseff کاراکاس ته پر لاره دي.

تمه ده، چې د بېلاروس ولسمشر الکساندرلوکاشینکا به هم د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.

اته پنځوس کلن چاوېز چې د سرطان ناروغي یې لرله د سه شنبې په ورځ مړ شو.