افغان ولسمشرحامد کرزي پرون د بریتانیا او فرانسې له مشرانو سره په افغانستان کې د سولې د بهیر او له تروریزم سره د مبارزې پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ښاغلي کرزي د برتانیا له صدراعظم دیویدکمېرون او د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره په ټیلیفون خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بریتانیا صدراعظم د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان ونډه مهمه وبلله.
د جمهوري ریاست خبرپاڼه زیاتوي، د افغانستان او برتانیا د مشرانو په خبرو کې په دې برخه کې د هڅو پر دوام ټینګار وشو.
د دې ټیلیفوني خبرو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.