د بهرنیو چارو وزیر له ایرانه رسما غوښتي چې د افغانانو د اعدامونو لړۍ بنده کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له ایران څخه رسما غوښتي چې د افغانانو د اعدامونو لړۍ بنده کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پرون ازادۍ راډیو ته وویل، زلمي رسول خپل ایراني سیال ته په استولي لیک کې دا غوښتنه کړې ده.

هېروي وايي، په لیک کې همدا راز غوښتنه شوې چې ایران ته د افغانستان د سترې محکمې د رییس او پلاوي سفر ته امکان برابر کړي:

(دا لیک دوه- درې ورځې مخکې په کابل کې د ایران سفارت ته استول شوی او فکر کوم د سفارت له لارې ایران ته رسېدلی دی.)

په پام کې ده د افغانستان د سترې محکمې رییس د ایران له قضايي چارواکو سره د خبرو لپاره هغه هېواد ته ولاړ شي.

د بشري حقونو د څار ټولنې په ایران کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې. دې ټولنې له ایران څخه غوښتنه کړې چې پر افغانانو د اعدام د حکمونو تطبیق بند کړي.