رانډ پاول خپله اعتراضیه وینا له دیارلس ساعته وروسته پای ته ورسوله

د امریکا هغه جمهوري غوښتونکی سناتور چې په امریکا کې یې د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخالفت کاوه، خپله اعتراضیه وینا له دیارلس ساعته وروسته پای ته ورسوله.

له کینټاکي څخه غوره شوی سناتور رانډ پاول د چهارشنبې په ورځ د دې لپاره چې د سي ای اې د نومول شوي جان برینن د اعتماد د رایي اخیستو بهیر ګډوډ کړي خپلې خبرې پیل کړې:

«زه نن دریږم چې د سي ای اې د ریاست لپاره د جان برینان د نومول کیدو بهیر ګډوډ کړم. زه به ترهغوخبرې کوم چې وس یې لرم. زه به د اړتیا تر وخت خبرې کوم ، ترهغه وخته چې د امریکا له یوې څنډې تر بلې یوې دا زنګ نه وي شرنګیدلی، چې زموږ اساسي قانون مهم دی او ستاسو دا حق چې د یوه قضایي هیات له خوا محاکمه شئ، خورا مهم دی.

هیڅ امریکایي باید ترهغو چې تورن شوی او د یوې محکمې له خوا مجرم پیژندل شوی نه وي، د امریکا په خاوره کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ونه وژل شي.»


سناتور پاول د اوباما له ادارې غوښتي دي چې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دې ووایي چې په هیواد کې دننه به د مشکوکو سخت دریځو امریکایي اتباعو پرضد د بې پیلوټه الوتکو له حملو کارنه اخیستل کیږي.

په امریکا کې له قانون سره سم یو سناتور کولی شي چې اعتراضا د کانګرس غونډه په خبرو اخلال کړي.