ایا قانون پر زورواکو هم عملي کیږي او که کوچني ماهیان په جال کې نیول کیږي؟
د کابل بانک اختلاس او تقلب د افغانستان مالي او بانکي سیستم ته سخته ضربه ورکړه او د نړېوالو مرستندویانو او مالي ارګانونو په وړاندې یي د افغانستان اعتبار سخت زیانمن کړ.
په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې رئیس ښاغلی ډاکټر عزیزالله لودین له فاروقي سره هم نظره دی او وایي، د کابل بانک په مسالې کې شاملو کسانو ته باید جدي سزا ورکوله شي:
دا چې محکمې په کومو قانوني، شرعي او حقوقي معیارونو او نورمونو د کابل بانک په قضیې کې شاملو کسانو ته سزا ټاکلې؟ ایا په افغانستان کې قانون او عدالت په زورواکانو، جګړه مارانو او د دولت په جګ پوړو کسانو هم عملي کیږي او که په اصطلاح یوازې کوچني ماهیان په جال کې نیول کیږي؟ دا به له درنو میلمنو او تاسو دوستانو نه واورو:
د کابل په سټډيو کې رابللي میلمانه دي:
۱ – د افغانستان د مالیې وزارت د خزانو رئیس ښاغلی محمد آقا کوهستانی
۲ – د حقوقي او سیاسي مسلو کار پوه ښاغلی عبدالستار سعادت
۳ - په قاضایي او سیاسي مسولو کی د نظر خاوند ښاغلي قاضي محمد حسن حقیار
۴ – د اداري فساد پر ضد د څار او ارزونې د خپلواکه کمیټې غړی ښاغلی ډاکټر یما ترابي
Your browser doesn’t support HTML5
د ازادۍ په څپو کې - لومړۍ برخه
Your browser doesn’t support HTML5
د ازادۍ په څپو کې - دويمه برخه
په کابل کې زموږ د تیلیفون شمېرې:
0-700-822-755
0-799-203-540
او همدارنګه زموږ په نړېوالو شمېرو هم موږ سره اړیکه نیولای شﺉ: