دوه اصلاح پلوي خبریالان په ایران کی نیول شوی

دوه اصلاح پلوي خبریالان په ایران کی نیول شوی دی.

د راپورونو له مخی د مغرب ورځپاڼی دغه خبریالان د چهارشنبی په ورځ ونیول شول.

د ایران د محصلینو ایسنا خبری اژانس وویل، د دغی ورځپاڼی اجرایوی مدیرمحمد مهدی امامی ناصری اوسیاسی ایدیټورعلی رضا اقای راد د تهران د څارنوالی د دفتر د مامورینو له خوا ونیول شول.

راپور وایي، چی دغه کسان د هغه مطلب په ارتباط نیول شوی چی پلټونکو هغه د ولسمشرمحمود احمدی نژاد انتقادی بللی دی.

فارس خبری اژانس دغه نیونی په ورځپاڼه کی د هغه لیک له خپریدو سره تړلی چی د اصلاح غوښتونکي پخوانی ولسمشرمحمد خاتمی له خوا لیکل شوی دی.

ایرانی چارواکوپه جنوری میاشت کی له لسوزیات خبریالان له هغو بهرنیو رسنیو سره د اړیکو په تورنیولی چی د ایران رژیم د انقلاب ضد بللی.

د رسنیو په وړاندی دغه اقدامات په داسی حال کی کیږی چی ایران د جون د میاشتی د جمهوری ریاست انتخاباتو ته تیاری نیسي.