ویروونکې تفریح

نه پوهېږم، چې تاسې به ویرېږئ او که نه، خو ځینې کسان ویريږي. څوک له بلاو، څوک له پيریانو او څوک له روحونو.

څوک له هدیرو ډاریږي، چا ته بیا د شپې له هر څه بلا جوړیږي. ښايي ځینې به نه ویريږي.خانه وحشت (وحشت خونه) په کابل کې تازه جوړ شوی تفریحي ځای دی، ګڼ ځوانان په اوزګارو وختونو کې هلته ورځي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې


د دغه ځای مسؤل احمد ولي وايي، چې وحشت خونه په افغانستان کې د تفریح لومړی سالون دی، چې د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې هم شته، د مړیو او ځینو نورو ډاروونکو څېزونو په بڼه الیکترونيکي ماشینونه داسې عیار شوي، چې خلک ډاروي.

خانه وحشت ( وحشت خونې) ته زه هم ورغلم، ډیر تیاره ځای و خو کله کله بریښنا یو نیم پړک په کې کاوه، ځای ځای په کې تابوتونه، د مړیو هډوکي او ډول ډول وحشي ژوي ښکاریدل، څو ډار شوي ځوانان مې ولیدل، چې په نیمه لاره کې یې خپل ویروونکی سفر پریښی و، د د دوی پر وینا دوی هلته خپل جرءت او زړه ورتیا مالوموي. خو ځینې یې دومره ډار شوي وو، چې ویل یې بیا به هيڅ کله هم ورنشي.

له ځانه سره مې ویل، کاش د دغه ډاروونکي سالون پر ځای یې یو داسې ځای جوړ کړی وای، چې د خلکو پر خوله یې خندا او خوشالي خپرولی.

ناڅاپه درب شو او په کټ کټ خندا شوه، چې ورپام مې شو، نو یو مصنوعي غوایی مې ولید، چې یو ځوان ترې پړ مخه راغورځېدلی و، ورسره ملګرو یې ورپورې خندل، دغه ځوان امیر ګل و، مصنوعي غوایی سره مبارزې ستړی کړی و، ساه یې سوې وه، ویل یې، زور مې ورسره وازمویه خو دوه ځلې یې راوغورځولم.

اجمل اریا دغه مصنوعي غوایی وحشي غوایی نوموي، دی یې مسؤل دی او وايي، چې دغه یو ډیر ښه ورزش دی، هره اوونۍ په ځانګړي ډول د جمعې په ورځ ګڼ ځوانان راځي، پر دغه مصنوعي غوایی سورلي کوي او خپل زور ورسره ازمايي.

رخصتۍ لاړې، درسونه پېل شول!

له لوبو او تفریح راځو د درس خوا ته. وايي، هر سړی پېدا دی، خپل خپل کار لره کنه...

خو هر کار پخپل وخت کول هم بېل خوند لري. د لوبو په وخت لوبې، د درس په وخت درس، د پولې پټي په وخت پوله پټی او د خوب په وخت خوب. خو ګڼ زده کوونکي له رخصتیو وروسته هم ښوونځي ته نه ځي، وايي په لومړیو ورځو کې درسونه نه وي، ښوونکي نه راځي، زده کوونکي هم ډير نه راځي، په ټولګي کې بس یو دوه کسان ناست وي.

د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان دا خبره مني او وايي، چې دا ستونځه د یوه ښوونځي مدیریت، د ښوونکو او زده کوونکو له خوا رامنځ ته کیږي، چې لاامله یې د کال تر پایه څنګه چې درسي سیستم سنجول شوی وي، هغسې نه بشپړیږي او کتابونه یې په نیم کې پاتې کیږي، چې ډير تاوان یې هم زده کوونکو ته رسیږي.

هوښیاران وايي، چې د نن کار سبا ته مه پریده، که د نن کار سبا ته پرېدې مجبور یې چې د دوو ورځو کار په یوه ورځ وکړې.

د کابل د پوهنې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې څانګې ځوان استاد شرف الدین عظيمي هم وايي، چې باید د وخت قدر وشي، خو په ځانګړي ډول افغانان وخت ته څومره چې په کار دی، هغومره ارزښت نه ورکوي، دی زیاتوي، چې که پخپل وخت درس ونه ویلی شي، پر زده کوونکي پيټی کیږي، چې ښايي هغه زده کړه یې بیا په درد هم ونه خوري.

ایمان د کورنیو ونډه هم په دې برخه کې ضروري بولي او وايي، چې دوی باید خپل اولادونه وڅاري، دی همدا راز له زده کوونکو هم غواړي، چې خپل وخت دې نه ضایع کوي او یوه شېبه دې هم غنیمت وګڼي.

د یوې لیسې د یوولسم ټولګي زده کوونکی احمدرشاد وايي، چې غیرحاضري مې نده کړې، له لومړۍ ورځې مې خپل درسونه ویلي او وخت مې ندی ضایع کړی، ځکه مې ګټه کړې.

د راتلوونکي کال په لومړیو میاشتو کې به 1.4 میلونه هغه ماشومان چې ښوونځي ته لاس رسی نه لري، په ښوونځیو کې شامل کړو، دا خبره هم امان الله ایمان کوي او د پوهنې په برخه کې مو د نوي کال لپاره له خپلو راتلوونکو پلانونو خبروي.


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق چمتو کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې