متحد ايالاتو ايران ته خبرداری ورکړی، چې که د خپل اتمي پروګرام په اړه د نړېوالو د انديښنو په لیرې کولو کې پاتې راشي نو له نورې انزوا او فشارونو سره به مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو د اتمي څارنې په ادارې کې د متحد ايالاتو سفير جوزيف ميکمانوس نن په ويانا کې د ملګرو ملتونو د اتمي څارنې د ادارې د پينځه ديرش هېوادنو شورا ته وويل، موږ د ايران د بې اعتنايي، فريب او ځنډه ډک چلند څخه چې پر هغه ټينګار کوي ډيره انديښنه لرو.
دا په داسې حال کې ده، چې په منځني ختيځ کې د امريکا د پوځ لوړ رتبه قومندان وايي، د ايران د اټمي ظرفيتونو د لوړيدو د مخنيوي لپاره پر دغه هېواد د نړېوالو بنديزونه او فشارونه، کار نه ورکوي.
جنرال جيمز ماتيس ويلي، ايران د فريب او انکار تاريخ لري او د سوله ييزو هدفونو په نامه يورانيم غني کوي .
په همدې حال کې د امريکا د دفاع وزير چک هيګل پرون په واشنګټن له خپل اسراييلي سيال ايهود باراک سره د کتنې پر مهال وويل، واشنګټن ژمن دی چې ايران به د اټمي وسلو ترلاسه کولو ته نه پريږدي.