امریکا یو پاکستاني اصله امریکايي یوه ځان وژونکې حمله کونکي ته په مرستې تورن وباله

د متحد ایالاتو په لویدیځ ایالت اوراګان پورې اړوند د پورتلند یوې محکمې یو پاکستاني اصله امریکايي یوه ځان وژونکې حمله کونکي ته په مرستې تورن وباله.

دې ځان وژونکي په دوه زره نهم میلادي کال کې په هغې حملې کې برخه درلود، چې په ترڅ کې په پاکستان کې دیرش تنه ووژل شول او درې سوه نور یي ټپیان کړي وو.

د امریکا د عدلیي وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، که پر ده دا جرم، یعنې ترهګرو څخه د مادي ملاتړ دسیسه ثابته شي نو کېدای شي اته څلویښت کلن رضا قدیرخان په عمر قید محکوم شي.

څارنوالان وايي، قدیر خان د علي جلیل په نامه یوه چاسره مرسته کوله، چې هغه په پاکستان کې په ځان وژونکې بمي حملي کې برخه اخیستي وه او د لاهور په ښار کې د دوه زره نهم میلادي کال په مۍ میاشت کې یي د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای پر مرکزونو حمله کړې وه.

قدیرخان د تیرې سې شنبې په ورځ په پورتلند کې په خپل کور کې نیول شوی دی.

راپورونه وايي، ده ویلي چې دا جرم يي نه دي کړي.