په لغمان کې د پاکستان علماوو شورا د رييس وروستۍ فتوا وغندل شوه

د لغمان ولایتي چارواکو د پاکستان علماوو شورا د رييس وروستۍ فتوا وغندله.

د لغمان والي ډاکټرسید فضل الله مجددي او د دې ولایت یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو د چهارشنبې په ورځ د یوې لويې غونډې په ترڅ کې د پاکستان د علماوو شورا د رئيس طاهر اشرفي هغه فتوا چې په افغانستان کې یې د ځانمرګو بریدونو د روا بللو په اړه ورکړې وه په کلکه وغندله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان ټول قوانین او په ټوله کې د هېواد شته نظام په اسلامي او شرعي اساساتو ولاړ دی.

د دوی په خبره دغه ډول فتوې پرته له دې چې استخباراتي رنګ لري بل هیڅه ترې نه شي تر لاسه کېدای.