کاپیسا کې نن لسګونه ښځې د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت راټولې شوې وې

د کاپیسا په مرکز کې نن لسګونه ښځې د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت راټولې شوې وې او د خپلو ستونرو د حل غوښتنه یې کوله.

ځنیو ښځو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د دې ورځې په مناسب د مرکز محمود راقي او لرو پرتو ولسوالیو څخه راغلې او غواړي چې دولت باید د دوي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

سږ کال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسب د ښځو له خوا غونډې جوړې شوې.