د کورنیو چارو وزارت د هلمند په زندان کې د ستونزو د څیړلو لپاره یو پلاوی ګمارلی

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د هلمند په زندان کې یې د روانو ستونزو د څیړلو لپاره یو پلاوی ګمارلی دی.

د دې وزارت د محابسو او توقیف ځایونو عمومي رییس جنرال امیرمحمد جمشید نن ازادي راډیو ته وویل، چې د هلمند په زندان کې د پولیسو او د بندیانو ترمنځ نښته کې اوه تنه بندیان ټپیان شوي دي.

ده څرګنده کړه، چې یو شمېر بندیانو هڅه کوله، چې له زندانه بهر د ځینو کسانو او کړیو په همکارۍ له هلمند زندان څخه وتښتي، خو د دوی پلان د زندان د ساتونکو له خوا شنډ کړل شو.

د هلمند په زندان کې له تیرو درېیو ورځو راهیسې د بندیانو او د زندان د ساتونکو ترمنځ شخړې او جنجالونه روان دي.