نړېوالو ځواکونو افغان لور ته ۶۶ مهم پوځي مرکزونه سپارلي

د ازادۍ راډیو د دې اونۍ بحث مو پدې موضع راڅرخي:

افغان حکومت او د ناټو چارواکي وايي، د نړېوالو ځواکونو له خوا افغان ځواکونو ته د بهرنیو سرتیرو د پوځي مرکزونو او تاسیساتو پر سپارلو خبرې کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي، چې نړېوالو ځواکونو ورته 66 مهم پوځي مرکزونه سپارلي دي.

د ناټو عمومي سرمنشي اندرس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په ګډ کنفرانس کې وویل، چې افغان دولت ته د پوځي مرکزونو پر سپارلو فکر کوي او باید دا ډاډ حاصل کړي، چې افغان حکومت یې د ساتلو او ادارې توان لري او که څنګه.

پر دې موضوع زموږ سره د بحث مېلمانه دي

1- د افغانستان د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان
2- د پوځي چارو پوه جنرال عتیق الله امر خیل.
په دې اړه مو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو ته هم بلنه ورکړه، خو دوی وویل، چې د کارونو د ډیروالي له امله ګډون نه شي کولای.

Your browser doesn’t support HTML5

ازادي راډیو د اوونی بحث



د بحث کوربه میوند دی: