د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، واشنګټن پوره باور لري، په سیمه کې د امریکا متحدانو چې کومې وسلې د سوریې یاغیانو ته استولې، د بنسټ پالو پرځای د منځ لارو ځواکونو لاس ته ورغلي دي:
(دا مهال زیات ډاډ شته، چې وسلې منځ لارو او په مستقیم ډول د سوریې اپوزوسیون ته استول شوي دي).
کري دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په دوحه کې له قطري چارواکو سره له کتنې او خبرو وروسته وکړې.
ده، له دې مخکې په سعودي عربستان کې هم له چارواکو سره خبرې کړې وې.
قطر او سعودي عربستان دواړه د سوریې یاغیانو ته وسلې استوي.
واشنګټن وایي، دوي ځکه د سوریې یاغیانو ته وسلې نه استوي چې بیره لري، د بنسټ پالو لاسو ته به ورشي او د لویدیځ د هدفونو پر ضد به یي استعمال کړي.
جان کري وایي، د سعودي عربستان او قطر په خبرو کي د سوریې یاغیانو ته د وسلو د ډولونو او ددي ډاډ حاصولو په اړه چې وسلې به سمو خلکو او د سوریې مخالف منځ لاري ایتلاف ته رسیږي، بحثونه وشول.