مدورو: د وینزوویلا تاریخي دښمنان د هوګو شاویز د سرطان په ناروغۍ کې لاس لري

د وینزوویلا د جمهور رئیس مرستیال نیکولاس مدورو د سې شنبې په ورځ وویل، د دې هېواد تاریخي دښمنان د جمهور رئیس هوګو شاویز د سرطان په ناروغۍ کې لاس لري.

مدورو چې د ملي تلویزیون له لارې یي د سې شنبې په ورځ په ژوندۍ بڼه وینا کوله، د دا ډول دښمن نوم یي یاد نه کړ، خو اعلان یي وکړ چې د امریکا په سفارت کې یو پوځي چارواکی چې د وینزویلا د بې ثباته کولو په مقصد یي له فعالو وینزوویلایي افسرانو سره کتلي وو، له هېواده ایستل شوی دی.

مدورو، دا امریکایي پوځي چارواکی د سفارت پوځي اتشه ډیویډ دیل موناکو (David Del Monaco) معرفي کړ او وایي، نوموړي ته یي ۲۴ ساعته وخت ورکړی چې له وینزوویلا څخه ووځي.

د امریکا دفاع وزارت وایي، دیل موناکو له ونیزویلا څخه وتلی دی.

د وینزوویلا د جمهور رئیس مرستیال وویل، جمهور رئیس شاویز له وروستي عملیات وروسته، د ژوند په ډيرو سختو شیبو کې دی او زیاته یي کړه چې حکومت د هېواد د ثبات ساتلو په مقصد خاص اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.