ایتلافې ځواکونه وایي، له دې وروسته به د طالبانو د حملو ارقام نه خپروي

په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ ایتلافې ځواکونه وایي، له دې وروسته به د طالبانو د حملو ارقام نه خپروي.

د نړېوال ایتلاف ویاند جنرال ګونتر کتز (Gunter Katz) د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حملو ارقام به ساتې، خو په ویب پاڼو کې به یي نه خپروي. ګریبل په دې اړه وویل:
(د دې یو دلیل دا دی چې موږ د انتقال په عملیې کې یو او د ټولو جګړو او امنیتي چارو مسولیتونه افغان ملګرو ته سپارو).

یوه اوونۍ وړاندې ایتلافي ځواکونو ویلې و، چې د طالبانو حملې په سلو کې ۷ کمې شوې، خو وروسته یي وویل، په بهرنیو ځواکونو باندې د وسله والو طالبانو حملې نه دي کمې شوي او په خپرو شوېو ارقامو کې کتبي غلطي شوې ده.