"فکر نه کوم له ایرانه پاکستان ته د کازو نل لیکه وغځول شي"

اذرخش حافظي

د پاکستان ولسمشر پرون اعلان وکړ؛ چې د واشنګټن له اعتراضونو سره سره به له ایران سره د دې هیواد د ګازو د پایپ لاین ګډه پروژه چې له ډېرې مودې راهیسې ځنډېدلې وه؛ پرمخ ولاړه شي.

آصف علي زرداري پرون په لاهور کې په خپله وینا کې وویل؛ چې دا پروژه به د روانې مارچ میاشتې په یوولسمه نیټه پرانیستل شي. هغه وویل، دا پروژه د پاکستان لپاره ډیره مهمه ده ځکه دا هیواد د انرژۍ ډیرو منابعو ته اړتیالري.

نوریاس نوري دا مساله د افغانستان د اقتصادي چارو له کارپوه، اذرخش حافظي سره په مرکه څیړلې او لومړی یې ترې داپوښتنه کړې چې ایا د ګازو د پایپ لاین دغه پروژه به د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د ګازوپرپروژې چې د تپي په نوم یادیږي، بده اغیزه ونه کړي او هغه به نوره هم ونه ځنډوي؟

حافظي په ځواب کې وویل:

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان – ایران د نل لیکې په اړه له اذرخش حافظي سره مرکه