په کونړ کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې تیره شپه څلور تنه وسله وال مخالفان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دوهمې لوا ویاند هارون یوسفزي ازادي راډيو ته وویل؛ چې دا عملیات تیره شپه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې شوي.
د راپورونو له مخې په دې ولسوالۍ کې له تیرو شاوخوا دوه اونیو راهسې د بې پيلوټه الوتکو حملې زیاتې شوي؛ چې په کې لسګونه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، په لغمان کې د امنيتي ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې دوه تنه وسله وال مخالفان وژل شوي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته وویل؛ چې دا عملیات د الینګار ولسوالۍ اړوندو سیمو کې پرون سهار پيل او ماښام پای ته ورسیدل.