هوګو چاویز ته د ساه اخیستلو په برخه کې نوې ستونزه پیدا شوې ده

د وینزویلا حکومت وایي، چې ولسمشر هوګو چاویز ته د ساه اخیستلو په برخه کې نوې ستونزه پیدا شوې ده.

د وینزویلا د اطلاعاتو وزیر ارنیستو ویلیګاس پرون د وینزویلا دولتي تلویزیون ته د چاویز د روغتیایي وضعیت په اړه وویل:

"نن دوهمه اونۍ ده، چې دی د خپلې پریکړې له مخې خپل پلرني ټاټوبي وینزویلا ته وروسته تر دې راغی؛ چې د کیوبا په هاونا کې یې د ډسمبر په یوولسمه عملیات وشو.

نن د هغه تنفسي وضعیت پسې خراب شوی، د هغه د وجود پر دفاعي سیسټم یې تاثیر کړی؛ ده ته اوس یوه نوې سخته ناروغي پیدا شوې. ولسمشر ته د نورې درملنې ترڅنګ قوي کیموتراپي ورکول کیږي؛ نو عمومي وضعیت یې خورا حساس دی."

اته پنځوس کلن چاویز د ډسمبر له یولسمې راپه دې خوا چې په هاوانا کې د هغه د سرطان څلورم عملیات وشو؛ په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. چاویز د دوه زره یولسم له نیمایي راپه دې خوا په سرطان اخته شوی دی او دوې اونۍ مخکې سپیده چاود مهال له کیوبا وینزویلا ته یووړل شو.

چاویز اوس د کراکاس په یوه پوځي روغتون کې چې سخته ساتنه یې کیږي بستر دی.