روسیه د پخواني ډیکټاټور "جوزیف سټالین" شپیتم تلین لمانځي

روسیه د شوروي اتحاد د وخت د ډیکټاټور جوزیف سټالین شپیتم تلین نیسي.

سټالین له نولس سوه څلرویشتمه د نولس سوه درې پنځوسم کال د مارچ تر پنځمې د شوروي اتحاد مشر و.

کمونستان او نور سخت دریځې سټالین ستایي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې هیواد وژغوره او بریالی شو، د سټالین مخالفان بیا هغه ظالم ګڼي چې په میلیونونو کسان یې وژلې دي.

د لیفادا په نوم د خپلواک مرکز د سرویې له مخې چې د سټالین تر تلین مخکې ترسره شوې ده؛ په روسیه کې له نولس سوه یو نویم کال راهیسې؛ چې شوروي اتحاد مات شوی، د سټالین ملاتړي ډیر شوې دي.