د قرغزستان په درېیو ښارونو کې سلګونو کسانو د حکومت پرضد لاریو وکړ

د قرغزستان په درېیو ښارونو کې په سلګونو کسانو لاریون وکړ. دوی په پارلمان کې د اپوزسیون د درېیو نیول شویو غړیو د سمدستي خوشي کیدو غوښتنه کوي.

لوی لاریون د قرغزستان د جنوب په ستر ښار اوش کې وشو، ورته لاریون د جنوب په بل ښار جلال اباد کې وشو؛ چې په سلګونو کسان د ښار په مرکز کې راغونډ شوې وو او ویل یې، چې تر هغو به همدلته سره یوځای وي چې د اپوزسیون دغه درې تنه نیول شوي نه وي خوشي شوي.

د قرغزستان په شمال کې د اپوزسیون عطا یورت غونډې نژدې څلور سوه ملاتړي د کراکل په ښار کې راغونډ شوي وو. د عطا یورت مشران او د پارلمان غړي، کامچیبیک تاشیف، صدر جاپاروف او تالانت مامیتوف تورن شوې دي چې د تیرکال په ناکراریو کې یې خلک پارول.

چارواکي وایي، چې دغو نیول شویو کسانو د دوه زره دولسم کال د اکتوبر په میاشت کې په هغې مظاهرې لاس درلود چې خشونت په کې وشو. دا مظاهره په مرکز بشکک کې شوې وه چې نژدې زر تنو پکې برخه اخیستې وه.