د م.م امنیت شورا د تړلو دروازو ترشاه د شمالي کوریا په اړه غونډه کوي

په پام کې ده، چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو شا ته په خپله غونډه کې د شمالي کوریا په اړه سلامشورې وکړي.

ډیپلوماتان وايي، چې متحدایالات به د شمالي کوریا د وروستۍ اټمي ازموینې په خاطر پر دې هېواد د نویو بندیزونو د یوه پرېکړه لیک طرح د غونډې پر ګډونوالو ووېشي. د ډيپلوماتانو په وینا واشنګټن د دې پرېکړه لیک د متن په اړه له پېکېنګ سره موافقې ته رسېدلی.

امریکا او چین چې د پیونګ یانګ نژدې متحد دی له دریو اونیو را په دې خوا د دې پرېکړه لیک د متن په اړه خبرې کړي.

د فبرورۍ په دولسمه نېټه د شمالي کوریا له اټمي ازموینې یوازې څو ساعته وروسته د امنیت شورا ټولو پنځلسو غړو د هغه مطبوعاتي بیان متن تصویب کړ؛ چې دا ازموینه یې غندلې او د نورو اقداماتو ژمنه په کې شوې وه.

په ملګروملتونو کې دروسیې استازي "ویتالي چورکین" چې هېواد یې په روانه میاشت کې د امنیت شورا دوره یي مشري کوي؛ پرون یوې خبري غونډې ته وویل؛ چې ښايي د شمالي کوریا په اړه یو پرېکړه لیک په مارچ میاشت کې تصویب شي.