د پاکستان ولسمشر پرون اعلان وکړ؛ چې د واشنګټن له اعتراضونو سره سره به له ایران سره د دې هېواد د ګازو د پایپ لاین ګډه پروژه چې له ډېرې مودې راهیسې ځنډېدلې وه، پرمخ ولاړه شي.
آصف علي زرداري پرون په لاهور کې په خپله وینا کې وویل؛ چې دا پروژه به د روانې مارچ میاشتې په یوولسمه نېټه پرانیستل شي.
امریکا د دې پایپ لاین له رغونې سره مخالفت کړی او پاکستان ته یې د داسې فعالیتونو په وړاندې خبرداری ورکړی؛ چې نتیجه یې پر دې هېواد بندیزونه وي، خو زرداري وویل، دا پایپ لاین د انرژۍ لپاره د پاکستان زیاتېدونکې اړتیا ته ځواب وايي. ده ټینګار وکړ چې د تېلو د انتقال د پایپ لاین دا پروژه د هېچا پرضد نه ده:
"زموږ لومړیتوب پاکستان دی او زموږ ټول دوستان دې په دې پوه شي چې موږ څه چې کوو د پاکستان د ګټو لپاره یې کوو، نه د کوم بل هدف لپاره. موږ د چا پرضد نه یو. هغه څه چې موږ یې غواړو یوازې سوله ده او د پاکستان اقتصادي وده."
ایران د دې پروژې خپله برخه پایپ لاین رغولې دی خو پاکستان د امریکا د فشار له وجې په دې برخه کې ډېر کم اقدامات کړي. ایران له اسلام آباد سره ژمنه کړې چې د پاکستان په قلمرو کې دننه د دې پروژې د ټول یونیم میلیارد ډالر لګښت دریمه برخه پور ورکړي.