د چیک جمهوریت سنا د ولسمشر "واسلاف کلاوس" د استیضاح پرېکړه وکړه

د چیک جمهوریت د سنا مجلس پرون د رایو په اکثریت سره د خیانت په تور د ولسمشر "واسلاف کلاوس" د استیضاح پریکړه وکړه.

د چیک د سنا مجلس چې د ولسمشر کلاوس د مخالفو چپ لاسو ګوندونو غړي په کې زیاتې څوکۍ لري؛ د اساسي قانون له محکمې څخه د پلټونو غوښتنه وکړه؛ څو معلومه کړي، چې په تیره جنورۍ میاشت کې د پراخو بخښنو په ورکولو سره ولسمشر کلاوس له قانون څخه سرغړونه کړې او که نه؟

سناتورانو دغه راز غوښتنه کړې چې؛ د نویو قاضیانو په ټاکلو کې د واسلاف کلاوس د پاتې راتلو موضوع هم باید وڅیړل شي.

د چیک د پارلمان د سنا د مجلس د یو اتیا غړو له ډلې ۳۸ يې د ولسمشر د استیضاح په پلوی او ۳۰ يې په مخالفت کې رای ورکړې.

واسلاف کلاوس په داسې حال کې استیضاح شوی چې په دریو ورځو کې د چیک جمهوریت د ولسمشر په توګه د نوموړي دوره پای ته رسیږي.