په متحده ایالاتو کې د یوه جومات امام پاکستاني طالبانو ته د زرګونو ډالرو د استولو او له تروریزم سره د ملاتړ په قضیه کې محکوم شوی دی.
۷۷ کلن حافظ خان د توطيې او له تروریزم سره د همکارۍ په دوو دوو مواردو کې مجرم پیژندل شوی دی.
د هر تور په مقابل حافظ خان چې د فلوریډا ایالت د میامي ښار په یوه جومات کې امام دی، د پینځلسو کلونود بند له سزا سره مخ کیږي.
څارنوالانو په دې قضیه کې د "ایف. بي. ای" یا فډرالي پولیسو له خوا د خان هغه سلګونه ثبت شوې ویناوې او خبرې وړاندې کړي؛ چې نوموړي په کې د طالبانو د حملو ملاتړ کړی او پاکستان ته يې د پنځوس زرو ډالرو د استولو خبره کړې ده.
د دې امام هغه څرګندونې هم ثبت شوي؛ چې نوموړي په کې د پاکستان حکومت د ړنګیدو او پر ځای يې د سخت دریځه اسلامي شریعت د نافذولو ملاتړ کړی دی.
د حافظ خان په ثبت شوو څرګندونو دا هم راغلي؛ چې نوموړی د امریکايي اتباعو د وژنې او په ۲۰۱۰ کال د نیویارک د ټایمز څلور لاري د ناکامه بمي حملې ستاینه کوي.
خو حافظ خان ټینګار کوي، چې د ده له خوا پاکستان ته د پیسو استولو هدف له کورنیو، مدرسو او خیریه چارو سره مرسته کول دي.