په کانګو جمهوریت کې یاغي ملېشو د کیټچنګا ښار نیولی دی

ملګري ملتونه وايي، په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې یاغي ملیشو ختیځ ښار "کیټچنګا" نیولی دی.

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند "اډوارډو بويي" تیره ورځ وویل؛ د کانګو د ازادۍ او حاکمیت په نامه وسله والې ډلې دا ښار د یکشنبې په ورځ په خپل کنټرول کې راوستي دی.

د هغه په وینا، دغلته په شوې جګړه کې ۸۰ کسان مړه شوي؛ سل ټپیان دي او څه د پاسه ۳۰۰ نور بې ځایه شوي دي.

دا جګړه یوه اونۍ وروسته تر هغې وشوه؛ چې د سیمې افریقايي هیوادونو د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د کانګو جمهوریت په ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو موافقه لاسلیک کړه.

په همدې حال پرون د کانګو "ګوما" ښار ته نزدې د یوې الوتکې د غورځیدو په پیښه کې نهه کسان مړه شوي دي.