په کینیا کې د راییو ورکولو په شرایطو برابر۱۴،۳میلیونه خلک په داسې ټاکنو کې برخه اخلي

په کینیا کې د راییو ورکولو په شرایطو برابر(۱۴ اعشاریه درې ملیونه) خلک نن په داسې ټاکنو کې برخه اخلي، چې د دې هېواد لپاره ډير مهم ګڼل شوي دي.

په کینیا کې د ۲۰۰۷ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو پرمهال په ناکراریو کې څه باندې زر تنه ووژل شول او دا له هغه راهیسې اول وار دی، چې بیا ټاکنې کیږي.

په کینیا کې به نن د ولسمشر، د پارلمان د غړو، والیانو او سیمیزو چارواکو د ټاکلو لپاره رایې واچول شي.

د کینیا د ولسمشرۍ لپاره سیالي د صدراعظم رایلا اودینګا (Raila Odinga) او د هغه د مرستیال اوهورو کینیاتا (Uhuru Kenyatta) تر منځ ډیره نږدې بلل کیږي.

اوهورو کینیاتا د دې هیواد د بنسټ ایښودونکي جومو اوهورو زوی دی، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۰۷ کال کې د تشدد په خپرولو کې د لاس درلودو په خاطر مجرم پیژندلی دی.

نن د راییو د مرکزونو تر پرانیستل کیدو څو ساعته مخکې په تشدد کې لږترلږه د پينځلسو تنو د وژل کیدوخبر ورکړ شوی دی.