ناټو له افغان ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې د خپلو تړون پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن نن په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې.
ښاغلی راسموسن وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو د تېرو دوو کلونو په نسبت ښه تجربه او روزنه ترلاسه کړې ده.
د تېرو دوو کلونو په نسبت افغان ځواکونو ډېره روزنه لیدلې او ښه تجربه یې هم تر لاسه کړې ده.
په اوس وخت کې دغه ځواکونه د افغانستان د 75 فیصده اوسیدونکو امنیت په غاړه لري.
د انتقال د پروسې تر ختمیدو او له هغې وروسته هم له دغو ځواکونو سره زمونږ ژمنه پاتې ده او د هغوي تر څنګ به پاتې شو.
د ناټو چارواکي په داسې حال کې د افغان ځواکونو له پیاوړي کیدو خبرې کوي چې تمه ده تر راتلونکو څو میاشتو پورې د ټول افغانستان امنیتي مسوولیت افغان ځواکونه په غاړه واخلي.