ناټو له افغان چارواکو سره پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ
Your browser doesn’t support HTML5
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن نن په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې.
ښاغلی راسموسن وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو د تېرو دوو کلونو په نسبت ښه تجربه او روزنه ترلاسه کړې ده.
د تېرو دوو کلونو په نسبت افغان ځواکونو ډېره روزنه لیدلې او ښه تجربه یې هم تر لاسه کړې ده.
په اوس وخت کې دغه ځواکونه د افغانستان د 75 فیصده اوسیدونکو امنیت په غاړه لري.
د انتقال د پروسې تر ختمیدو او له هغې وروسته هم له دغو ځواکونو سره زمونږ ژمنه پاتې ده او د هغوي تر څنګ به پاتې شو.