د پاکستان په لوی صنعتي ښار کراچی کې نن عمومي ویر دی.
پرون د دې ښار په (عباس ټون) سیمه کې، چې اکثریت اوسیدونکي یې شیعه ګان دي، په چاودنه کې لږترلږه پينځه څلویښت تنه ووژل شول .
چاودیدونکي مواد په یوه موټر کې ځاي پر ځای شوي وو او د کراچي ښار د شیعه ګانو د یوه مسجد په وړاندې وچاودید.
په کراچي کې سیمه يیز حکومت د پرونۍ پيښې د قربانیانو د درناوي په خاطر نن عمومي ویر اعلان کړی، تعلیمي موسسې، لوي او واړه مارکټيونه او دولتي دفترونه تړل شوي دي.
حکومتي چارواکو ویلي، چې پرون د دوو پينځه منزله ودانیو په وړاندې په بله چاودنه کې هم ۱۵۰ تنه زخمیان شول .
د چارواکو په وینا د چاودنې له امله په یوه ودانۍ کې اور ولګید او ګڼ شمېر خلک یا وسوځيدل او یا هم ودانیو تر خرابو لاندې شول.
نن یوه داسې سړي، چې ځان په پاکستان کې د جندالله په نوم د سني سخت دریځو ډلو ویاند معرفي کړی، ازادي راډيو ته ټیلیفون وکړ او د پيښې مسولیت یې واخیست خو دا ادعا د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.
د روان کال له پيل راهیسې دا په پاکستان کې د شیعه ګانو پر ضد دریمه ستره حمله ده .
په داسې حال کې، چې پاکستان د عمومي انتخاباتو لپاره ځان تیاروي، دا پدې هیواد کې د مذهبي او فرقه یی تشدد تر ټولو وروستۍ پيښې دي.