د کرکټ افغان ملي ټیم به نن ماښام د سکاټلنډ په وړاندې خپله دویمه لوبه وکړي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به نن ماښام د سکاټلنډ په وړاندې خپله دویمه لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي په داسې حال کې له سکاټلند سره دویمه شل اووره لوبه کوي چې تېر ماښام یې په لومړنۍ لوبه کې دغه ټیم ته په ۲۷ منډو باندې ماته ورکړې وه.

د فوټبال ملي ټیم به هم نن ماسپیښین په لاووس کې د منګولیا په وړاندې لوبه وکړي.

افغان ملي ټیم د آسیا په چلنیج کپ کې خپله لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ یو – صفر له سریلانکا ګټلې وه.