د پکتيا ولايتي شورا، قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو د کانکور نتيجې ناسمې وبللې

د پکتيا ولايتي شورا، قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو د ۱۳۹۱ کال د کانکور اعلان شوې نتيجې ناسمې وبللې او ویې ویل چې دوی ته د منلو نه دي.

د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ډاکټرعالمیرځاځي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پکتيا د زرګونو ځوانانو له ډلې نه یوازې کم شمیرکسانو د لوړو زده کړو موسسو ته لاره پیدا کړې او ډیرشمیریې بې نتیجې پاتې دي.

خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظیم نوربخش له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د کانکور ازموینه یوه شفافه او ملي ازموینه وبلله او ویې ویل چې په دې ازموینه کې د ټولو ولایتونو تکړه شاګردانو د لوړو زده کړو موسسو ته لار پیدا کړې.

په پکتیا او ځینو نورو سیمو کې وروسته له هغې د کانکور دا نتیجې ناسمې وبلل شوې چې په ځینو نورو ولایتونو کې د لوړو زده کړو موسسو ته د بریالۍ شویو شاګردانو شمیر د څو نورو سترو ولایتونو د بریالیو شاګردانو په خلاف څو برابره زیات دی.