د سوريې تبعيد شوي سياسي مشر معاذ الخطيب د سوريې په شمال کې د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمو ته لنډ سفر وکړ.
د سوريې د ملي ائتلاف مشر الخطيب پرون د ترکيې له لارې د سوريې شمال ته لاړ او جرابولوس او منبيج ښارګوټي يې وکتل.
دى په داسې حال کې دغه سفر کوي چې د شمالي ښار حلب او مرکزي ښار حمص په ګډون له ګڼو سيمو د درنو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.
بله خوا د عراق پوځي سرچينې وايي چې عراق له سوريې سره يې خپله پوله وروسته تر هغه وتړله چې ياغيانو په سوريه کې يارابيه ښارګوټى ته نژدې سرحدي پوسته ونيوله.