په کراچۍ ښار کې د پرونۍ بمي حملې د قربانیانو شمېره لوړه شوې

پاکستاني چارواکي وايي، چې په کراچۍ ښار کې د پرونۍ بمي حملې د قربانیانو شمېره لوړه شوې ده.

د کراچۍ په یوه شیعیه مېشته سیمه کې پرون موټر بم چاودنه وشوه چې د چارواکو په وینا لږترلږه پنځه څلوېښت کسان یې ووژل او شاوخوا یونیم سل نور کسان یې ټپیان کړل.

په کراچۍ کې د حکومت جګپوړی مقام هاشم رضازاهدي وايي چې چاودنه د کراچۍ په عباس ټاون نومې سیمه کې د شیعیه ګانو له یوه جومات څخه بهر وشوه.

د عیني شاهدانو په وینا چاودنې دومره زوروره وه چې د دوو پنځه پوړیزو ودانیو مخه یې والوزوله، یوې ودانۍ اور واخیست او زیات شمېر کسان تر کنډوالو لاندې شول.

په پاکستان کې پر شیعیه اقلیت د افراطي سني وسله والو ډلو له خوا له دې مخکې هم خونړۍ حملې شوي.

د نوي عیسوي کال له پیله په کوټه کې د دې ډول حملو په لړۍ کې له دوو سوو زیات کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د دې خونړیو حملو راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې په پاکستان کې د راروانو عمومي انتخاباتو لپاره تیارۍ روانې دي.