د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون د سکاټلنډ ټیم ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په شارجه کې د لویو وچو د شل اووره سیالیو په لړۍ کې خپله لومړنۍ لوبه چې د سکاټلنډ په وړاندې وه او کپټان یې محمد نبي عیسي خېل و، د ۲۷ منډو په توپير وګټله.

سکاټلنډ په داسي حال کې چې شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، شل اوورونه پوره کړل خو د ۱۳۳ هدف یې چې افغانستان ورته ټاکلی و، پوره نشوای کړای.

د افغانستان د ټیم لپاره تر ټولو زیاتې منډې محمدشهزاد وکړې چې د لوبې د غوره لوبغاړي لقب یې وګاټه.

ده په ۴۵ بالونو ۵۵ منډې وکړې او شپږ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ووهله.