د افغان کډوالو د اعدام په اړه یو پلاوی ایران ته سفر کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ چې دوی به په نږدې راتلونکي کې د افغان زندانیانو د اعدامولو په خاطرایران ته یو پلاوي واستوي.

د دی وزارت ویاند جانان موسی زي په کابل کې په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل؛ د قضایه قوي دغه پلاوي به د دې موضوع د حل اوپه دې برخه کې د همکارۍ لپاره ایران ته ولاړ شي.

دا پلاوی په داسې حال کې ایران ته سفر کوي؛ چې د افغانانو اعدامول په ایران کې ډیر شوي دي.