د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مصر له ولسمشر محمد مرسي سره ګوري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به نن (یکشنبې) هم په مصر کې وي؛ او له ولسمشر محمد مرسي سره به خبرې وکړي.

جان کېري ویلي، نوموړې به له مرسي سره په دې وغږیږي چې؛ د دې هیواد د اقتصاد په راپورته کولو کې واشنګټن څه مرسته کولی شي.

د شنبې په ورځ جان کېري وویل، د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) ته د څلور میلیاردو او اته سوه میلونو ډالرو د پور د ورکولو لپاره په اقتصادي اصلاحاتو توافق ډیر مهم دی.

د پیسو د نړیوال صندوق د پور ورکول به د مصر لپاره د امریکا د هغو مرستو مخه خلاصه کړي؛ چې ولسمشر بارک اوباما یې تیر کال ژمنه کړې ده.

ویل کیږي، په داسې حال چې مصري پاونډ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی دا هیواد د بودیجې له کسر سره مخ دی.

جان کېري همدارنګه د اسلامپالو په مشرۍ د مصر پر حکومت او سیاسي اپوزیسون ټینګار وکړ؛ چې خپلو کې د اختلافات هوار کړي او په هیواد کې دې د ډیموکراسۍ د ودې لپاره د یو سیاسي او اقتصادي ژوند احساس رامنځ ته کړي.

په مصر کې له واک څخه د حسنې مبارک د لېرې کیدو راهیسې دوه کلونه وتلې دي؛ خو دا هیواد یې په بیلابیلو لورو ویشلی او د اپوزیسون ډیرو ګوندونو د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د تحریم ګواښ کړی دی.