په سوریه کې فعالان وايي، پرون (شنبې) د ترکیې پولې ته نژدې په شمالي ښار رقعه (Raqa ) کې په سخته جګړه کې شپاړس مخالف وسله وال او لس حکومتي سرتیري وژل شوې دي.
د سوریې د بشري حقونو د څارنې لندن میشتې ډلې ویلي دي؛ چې پوځ د ښار څو سیمې بمبار کړې دي.
هم د بشري حقونو دې ډلې او هم په سوریه کې فعالانو ویلي؛ چې پوځ په رقعه ښار کې د مخالفو وسلوالو د زپلو لپاره هلیکوپټرې هم کارولي دي.
دا ښار په عین حال کې د شا او خوا هغو اته سوه زرو کورنیو بې ځایه شویو کډوالو لپاره پنا ځای هم دی چې د سوریې له نورو سیمو څخه د جګړو له کبله بې ځایه شوې دي.
راپورونه وايي، چې په درعا اوشمالي ښار حلب کې هم د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ جګړې شوې دي.
په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د سوریې لپاره نړیوال استازي احضر ابراهیمي د شنبې په ورځ د سوریې د بحران د ختمولو په برخه کې د پاتې راتګ له کبله مایوسي څرګنده کړه.
دې دواړو چې په سویس کې یې خپلو کې وکتل و ویل ملګري ملتونه چمتو دي چې د سولې د خبرو اسانتیاوې برابرې کړي.