ترکیه غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي

د ترکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر "تینر یالدز" وايي؛ هیواد یې غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د ترکیې حکومت به هڅه وکړي، چې ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

نوموړي پرون په کابل کې د ولسمشر کرزي په ګډون له افغان چارواکو سره وکتل.

د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوې خبر پاڼې کې د ترکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو د وزیر له خولې ویلي؛ چې ترکیه د روان عیسوي کال په اوړي کې غواړي، چې د افغانستان د نفتو او ګازو په برخو کې د پانګونې لپاره په استانبول کې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

نوموړې همدارنګه د افغانستان د کانونو او صنایعو له وزیر وحیدالله شهراني سره هم وکتل او د افغانستان سره په اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ.

د افغانستان د کانونو وزیر وحید الله شهراني وویل، ترکي شرکتونو د شبرغان د نفتو د رایستلو مزایده ګټلې ده او د ترکیې د نفتو دولتي شرکتونو او افغانستان موافقه کړې ده چې د نفتو د رایستلو لپاره د تاجکستان سره د افغانستان په سرحدي سیمو کې برمه کاري وکړي.