د سېلونو خطر او د کانکور نتايج

په دې لومړي ساعت کې په دې خبرې کوو چې په راتلونکي پسرلي کې د سېلونو د خطر د مخنوي لپاره څه تیاري نیول شوې یا څه تدابیر باید غوره شي چې د تېرو کلونو پېښې تکرار نه شي.

عموماً په هغو ژمو کې چې ورښتونه زیات وشي، په پسرلي یا د هوا له تودېدو وروسته د سېلونو خطر زیات وي. خو که خلک او دغه راز مربوطه اورګانونه مخکې تر مخکې لارې چارې وسنجوي د سېلونو په اثر د مرګ ژوبلو او تاوانونو اندازه کمېږي.

په دې خپرونه کې به وګورو چې تر څه حده له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې تیاري نیولې ده.

خو د دې خپرونې په دوهم ساعت کې د کانکور د ازموینې پر نتیجو ږغېږو. یو ځل بیا په زرګونو تنه د کانکور په ازموینه کې بې نتیجې پاتې شوي دي.

بې نتیجې هغه زده کوونکي دي چې د بریالیتوب نومرې یې ترلاسه کړي خو کوم پوهنځي ته بریالي شوي نه دي.

Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې لومړۍ برخه




Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې- دويمه برخه