یو هندي شرکت وايي له دې وروسته به د ایران تېل نه لېږدوي

د "مرکاټور" په نوم د بیړۍ چلولو هندي شرکت پرون اعلان وکړ؛ چې تر دې وروسته به د ایران تیل نه لیږدوي.

دغه یوازینی هندي شرکت و، چې پر ایران د لګول شویو نړیوالو بندیزونو سربیره یې د دغه هیواد تیل انتقالول.

هند له ایران نه د تیلو واردات نژدې شل په سلو کې لږ کړې دي او مخکې ایران دوهم هیواد و چې هند ته یې ډیر تیل استول خو اوس پنځم شوی دی.

ایران په خپله د مرکاټور شرکت په څیر سترې بیړۍ نه لرې چې هند ته تیل صادر کړي.