ایران وايي بشارالاسد به تر راتلونکو ټاکنو پورې په خپل واک کې پاتې شي

د ایران د بهرنیوچارو وزیر نن وویل؛ تمه لري، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد به هلته تر راتلونکو انتخاباتو جمهور رییس په توګه پاتې شي.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر علي اکبر صالحي نن د سوریې د بهرنیوچارو له وزیر ولید المعلم سره په تهران کې ګډ خبرې کنفرانس ته دا خبرې کړې دي.

ملګري ملتونه وايي، چې په سوریه کې د رژیم ضد تقریباً دوه کلن پاڅون په ترځ کې لږ ترلږه اویا زره کسان وژل شوي دي.

ولید المعلم د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر وروستۍ خبرې؛ چې وايي، په سوریه کې د رژیم مخالفینو ته به غیر پوځي مرستې وکړي؛ وغندلې.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پرون په ژنیو کې کنفرانس ته د سوریې د وضعیت په اړه وویل؛ په سوریه کې وضعیت لاخرابیږي. د تښتېدلېو خلکو شمېر یو ملیون ته رسیږي. زه د فرقه یې تشدد د رامنځ ته کېدو او د دې هیواد ګاونډیو ته د تشدد د خپریدو له امکانه ویره لرم.

د دې تشدد بندول، د ګډ استازي اخضر ابراهیمي ملاتړ او د سیاسي ډیالوګ پيل ډیر مهم دی.

د سوریې د بهرنیوچارو وزیر ولید المعلم تهران ته تللی؛ تر څو هلته له چارواکو سره په خپل هیواد کې د روان کړکیچ د حل پر لارو چارو خبرې وکړي.