د پخواني شوروي ولسمشر میخاییل ګورباچیف نن ۸۲ کلن شو

پخوانی شوروي مشر میخاییل ګورباچیف نن ۸۲ کلن شو.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د کالیزې د مبارکۍ په لیک کې د میخاییل ګورباچیف څخه ټولنې ته هغه د خدمت مننه کړې ده.

ګورباچیف د روسیې د ټولنیز او سیاسي جوړښت د اصلاح لپاره په خپلو دوو نظرییو، رغونه (Perestroika) او ازادۍ (Glasnost) مشهور دی.

میخاییل ګورباچیف لا هم په روسیه کې د بشري حقونو د وضعیت په ارتباط فعالیت کوي؛ د مسکو د رژیم او د داسې پالیسیو د عملي کولو په خاطر، چې روسیه له ډیموکراسۍ څخه لرې کوي، د ولسمشر پوتین له عمده منتقدینو دی.

میخاییل ګورباچیف د ۱۹۸۵ (میلادي) د مارچ په میاشت کې د هغه مهال شوروي اتحاد مشر وټاکل شو.

ګورباچیف له ۱۹۹۰ (میلادي) تر ۱۹۹۱ (میلادي) پورې، چې شوروي اتحاد سقوط وکړ؛ په روسیه کې د جمهور رییس په ټوګه هم لنډه موده کار وکړ.